Pashto Poetry Imdad Ullah Khiyal's Pashto Poetry Collection

Eagle

Eagle

New Member
3
 
Messages
204
Reaction score
97
Points
86
سندره

او جانانه راشه، جانانه راشه​

زړه مي خواږه خواږه دردونه کوي
تا رانه غواړي فریادونه کوي

د خدائ د پاره په دي لاره راشه
راشه ځما د زړه قراره راشه

او جانانه راشه، جانانه راشه

تنګ شوم زه د خپله ځانه ګله
راشه د خوږ زړګي درمانه ګله

تاله سري شونډي به باربار درکړمه
سپین آننګي به وار په وار درکړمه​

او جانانه راشه، جانانه راشه

زه نازه ولي یمه ستا لالیه
خواله مي راشه په خندا لالیه

خدائ دي همیش د بد نظره ساته
په درست جهان دي الله بره ساته

او جانانه راشه، جانانه راشه

ماته نظر همیش د میني کوه
ما سره تل خبري سپیني کوه

تانه قربان تانه زاریګم آشنا
په تا د ګل غوندي غواړیګم آشنا

او جانانه راشه، جانانه راشه

خیاله شربت د سرو لبانو حرام
بغیر لتا په رقیبانو حرام

زه یم کشتي ته سمندر جانانه
راشه ځما د آشنغر جانانه
او جانانه راشه، جانانه راشه​
 
د ژبي سر له مي فریاد د زړه د تله راځي
بي لتا زړه ته مي قرار زړګیه کله راځي

اوښکي د سترګو د چا مخکښي تویولي نشم
ته به خفا شي داسي یاره ځما زړه له راځي

ستا لباسي میني په داسي غم آخته کړم آشنا
پټ پټ سوازیږمه لمبي مي د ګوګله راځي

ما د بیننګو په یاريئ همیش ننګونه کړي
زه په یوه بي ننګه یار همیش په بله راځي

لګ راته اووایه ځمانه مرور په څه ئي
یاره ځما په خله خو ستا نامه پخپله راځي

بي نوره سترګي مي د یار په لور کږي پاتي شوي
ریباره اوس ځما دیدن له جانان څله راځي

دا محبت دي که نفرت پوه امدادخیاله نه شوم
اوس مي د قبر حواله شمعه په لاس بله راځي​
 

غزل

اول ېئ زړه وم هم يئ ځان ووم، اوس مي نه پژني
ورته د ټول جهانه ګران ووم، اوس مي نه پژ ني

د هغه سوچ زما د ذاته بهر نه وو اوتي
زه پري راخور لکه آسمان ووم، اوس مي نه پژني

یویوقدم بيئ زمانه په تپوس اخستو
زه ئي دزړه د کلي خان ووم، اوس مي نه پژني

زما د زړه په تاج محل کښ به په ناز اوسیدو
زه ئي دمیني شاه جهان ووم، اوس مي نه پژني

د هغه ښکلي په وعدو چي مي باور کاولو
ملګرو زه څومره نادان ووم، اوس مي نه پژني

په هریو میسج کښ بي خیاله راته جان لیکلو
صرف په نوم باندي جان ووم، اوس مي نه پژني

امداداللہ خيال ھشتنغر​
 
چه رانه ځي ګلونه څله راکي
ماله آشنا غمونه څله راکي

چه دي ملنګ کړمه دخپلي کوسي
د بل په لاس خیرونه څله راکي

چه ترمنزل راسره تللي نه شي
نو بیا آشنا لاسونه له راکي

د زړګي غم مي کمه ولي نه شم
ساقي دا ډک جامونه څله راکي

زه امدادخیال د ځان په ویرآخته یم
ماله په زړه داغونه څله راکي
 
6 zare zare.gif
 
Back
Top